د الماتا په سفر کې د ګډون کوونکي خصوصي او دولتي سکتور له استازو سره عمومي ناسته

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۰:۲۴
د الماتا په سفر کې د ګډون کوونکي خصوصي او دولتي سکتور له استازو سره عمومي ناسته

پنجشنبه ۱۴ ربیع الثانی ۱۴۴۶ / ۲۶ تله ۱۴۰۳
د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ د قزاقستان د الماتا په ښار کې د لا زیاتې همغږۍ او نظم په موخه، د ګډون کونکي دولتي او خصوصي سکتور د استازو یوه عمومي ناسته نن د تلې(میزان) په ۲۶ مه نېټه د یاد وزارت په تالار کې جوړه شوه.
پدې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ پر وزیر سربېره د کانونو او پټرولیم وزارت معین محترم شیخ ضیاءالرحمن آریوبي او د چارو د ادارې د لوی ریاست د پانګونې د آسانتیا رییس محترم مولوی انجنیر احمد ضیاءخالد او قزاقستان ته د تلونکي د خصوصي او دولتي سکتور استازو هم ګډون درلود.
په ناسته کې محترم الحاج عزیزي د افغانستان د اسلامي امارت اقتصادي پالیسیو، د تېرو سفرونو تجربو او په تېر کې د نندارتونو جوړولو تجربو ته په پاملرنې سره وویل: اوس د افغانستان د اسلامي امارت پروګرامونو په سیمه ییزه او نړیواله کچه خپل ځای پیدا کړی دی او همدارنګه یې له ټولو ګډونوالو وغوښتل ترڅو له هغه ورځو څخه چې هلته هستوګن دي، تر ټولو ډیره او غوره ګټه پورته کړي، ځکه دده په خبره ددې ډول نندارتونو جوړول د سوداګرۍ د نړیوال توب ته زمینه برابروي.
همدارنګه محترم عزیزي له دوی وغوښتل ترڅو د افغانستان په استازیتوب سفر کونکی پلاوی، نظم مراعات کړي او باید اسلامي چار چلند ولري.
همدا راز پدې ناسته کې د خصوصي سکتور یو شمېر غړیو د دې ډول سفرونو او پروګرامونو دلا ښه والي لپاره خپل لید لوري او وړاندیزونه په مجلس کې شریک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS