د اکسپو ۲۰۲۰ دبی خبرپاڼه

دا خبر پاڼه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د خصوصی سکتور او دولتی نهادونو په اکسپو ۲۰۲۰ دبی کی د ګډون په موخه چی په متحده عربی اماراتو کی جوړیږی خپریږی، په پلان کی وه چی اکسپو ۲۰۲۰ به د ۲۰۲۰ په اکتوبر کی پیل کیږی خو د کرونا وایروس د خپریدو له کبله د یو کال لپاره و ځنډول شوه.ایکسپو ۲۰۲۰ دبی به اوس د ۲۰۲۱ د اکتوبر له لمړی نیټی بیا د ۲۰۲۲ د مارچ تر ۳۱ پوری د شپږو میاشتو لپاره د نړیوالو کوربه وی .
د ۱۹۲ څخه به زیات هیوادونه ، نړیوال او منطقوی نهادونه به په یاد اکسپو کی ګډون ولری ، یاد اکسپو په ۴۳۸ هکتاره ځمکه کی تنظیم شوی دی چی د ورځی به ۱۵ ساعته او د اونی اوه ورځی د شپږو میاشتو لپاره پرانستلی وی.
د افغانستان اسلامی جمهوریت هم په یاد اکسپو کی ګډون کوی او د اکسپو 2020 په فرصت ساحه کی به د یو دری پوړیز پاویلیون د اداره کولو چاری په غاړه ولری.
د افغانستان د صنعت اوسوداګری وزارت د یاد اکسپو لپاره د فعالیتونو او اړوندو موضوعاتو لپاره په پلان جوړونه بوخت دی ، نو په همدی اساس د یاد وزارت د نندارتونونو ریاست د افغانسان خصوصی سکتور او دولتی نهادونو ته بلنه ورکوی تر څو د اکسپو ۲۰۲۰ دبی څخه خبر وی او هغه کسان چی لیوالتیا لری کولای شی چی په یاد نندارتون کی د ګډون او معلوماتود تر لاسه کولو لپاره د نندارتونونو ریاست ته تشریف راوړی .
د اړیکو ټینګولو شمیری او ایمیل آدرس:
واتسپ نمبر :۰۰۹۳۷۶۶۶۶۰۵۲۲
واتسپ نمبر : ۰۰۰۹۳۷۴۷۶۲۶۵۷۷
ایمیل آدرس: expo2020.afghanistan@gmail.com