د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

چهارشنبه، 19 صفرالمظفر1447 / 22 اسد 1404

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان د HRL شرکت له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې د HRL شرکت مسوولینو په ساختماني سکتور، د برېښنا تولید، د سمنټو تولید، د کانونو او کرنې په برخو کې د پانګونې خپله لیوالتیا څرګنده کړه.

د یاد شرکت مسوولینو د صنعتي پارکونو په ډیزاین او رغولو کې هم د خپلې علاقمندۍ څرګندونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به د معیاري صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره پوره هڅې وکړي.

محترم مولوي احمدالله زاهد د صنعتي پارکونو او په افغانستان کې د پانګوني د سهولتونو  په اړه بشپړ معلومات ور کړل، ښاغلي زاهد زیاته کړه چې اسلامي امارت د بهرني او داخلي پاګولو حمایت کوي او د وزارت له لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS