د تازه میوو او سبزیو واردونکو سوداگرو سره لیدنه

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۳:۲۹
د تازه میوو او سبزیو واردونکو سوداگرو سره لیدنه

شنبه ۲۷ رمضان المبارک ۱۴۴۵ /  ۱۸ وری ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د تازه میوو او سبزیو واردونکو سوداګرو سره وکتل.

په دې لیدنه کې سوداګرو د نمروز ولایت د ورېښمو پل/میلک پوله کې  خپلې ستونزې له ښاغلي مولوي قدرت الله جمال سره شریکې کړې او ويې ویل،هغو موټرو ته دې لمړیتوب ورکړل شي چې د ژر خرابیدونکې توکي لکه تازه میوې او سبزیجات و لري، تر څو يې د خرابیدو مخه ونیول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د سوداګرو ستونزې واریدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۰:۲۴
Background image

د یو بار مصرف کاغذي توکو صنعتکارانو سره لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د یو بار مصرف کاغذي توکو د مسؤلینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۶
Background image

د کالیو مینځلو مسؤلینو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي قدرت الله جمال د کالیو مینځلو له مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال د کالیو مینځلو د صنعت د ودې په برخه کې د دوۍ کړنې وستایلې

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۱:۵۸
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د چارو ادارې د پانګونې له رئيس سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدين عزيزي د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا له رئيس انجينر احمد ضيا خالد او مل پلاوی سره په خپل کاري دفتر کې وليدل

BACK TO NEWS