د تازه میوو او سبزیو واردونکو سوداگرو سره لیدنه
![د تازه میوو او سبزیو واردونکو سوداگرو سره لیدنه](/sites/default/files/2024-04/3181ef62-5ea7-443d-8690-2d10bec4dde7.jpg)
شنبه ۲۷ رمضان المبارک ۱۴۴۵ / ۱۸ وری ۱۴۰۳
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د تازه میوو او سبزیو واردونکو سوداګرو سره وکتل.
په دې لیدنه کې سوداګرو د نمروز ولایت د ورېښمو پل/میلک پوله کې خپلې ستونزې له ښاغلي مولوي قدرت الله جمال سره شریکې کړې او ويې ویل،هغو موټرو ته دې لمړیتوب ورکړل شي چې د ژر خرابیدونکې توکي لکه تازه میوې او سبزیجات و لري، تر څو يې د خرابیدو مخه ونیول شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د سوداګرو ستونزې واریدې او د حل ډاډ یې ورکړ.