د حمايوي تعرفوپه پروسې کې د لا زیاتو اسانتیاو پر رامنخته کولو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ټینګار
سه شنبه دچنګاښ 22مه 1400
د تولیدي شرکتونو د ملاتړ کمیټې غونډه د دې وزارت د شهید کاظمي د کنفرانس په تالار کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني په مشرۍ جوړه شوه.
په دې ناسته کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني د افغانستان په صنعتي پارکونو کې د تولیدي شرکتونو لپاره دحمايوي تعرفو په پروسه کې د لا اسانتیاوو په راوستو ټینګار وکړ.
ښاغلي غورياني دحمايوي تعرفو پروسې ساده کولو باندې ټینګار وکړ اوهغه غیرضروري پروسې یې منعه کړې چې د صنعتکارانو لپاره ستونزې رامینځته کوي.
په دې ناسته کې ، پریکړه وشوه چې د لا ډیرو تاسیساتو رامینځته کولو لپاره د موجوده حمايوي تعرفې په طرزالعمل کې لازم تعدیلات رامینځته شي.
له بلې خوا دصنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو رییس سید محسن سادات وايي چې دروان کال له حمل مياشتې راهیسې په افغانستان کې تر150 ډیر تولیدي شرکتونو ته د دوی د خامو موادو او ماشينريو لپاره حمايوي تعرفې ورکړل شوې دي.