د خصوصي سکتور له استازو سره په ترمذ کې د نړیوال سوداګریز مرکز په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۸:۵۳
د خصوصي سکتور له استازو سره په ترمذ کې د نړیوال سوداګریز مرکز په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

سه شنبه ۳۰ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۱۳ وږی ۱۴۰۳

د ترمذ په بندر کې د نړیوال سوداګریز مرکز تر پرانیستل کېدو وروسته، نن سه شنبه د سنبلې ( وږي) په ۱۳مه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي تر مشرۍ لاندې، د هېواد د خصوصي سکتور د استازو په ګډون یوه مشورتي ناسته، له دغه مرکز څخه د موثرې ګټې اخیستنې په اړه جوړه شوه.

پدې ناسته کې د خصوصي سکتور استازو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه څخه د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د آسانتیاوو را مینځ ته کولو له امله مننه وکړه او په ترمذ ښار کې یې د نړیوال سوداګریز مرکز پرانیستل کېدل د افغانستان د سوداګرۍ او راکړې ورکړې ته په مهم ګڼلو سره هغه د هېواد په ګټه وبللو.

هغوی همدارنګه له یاد نړیوال مرکز څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره شریک کړل.

همدارنګه محترم الحاج عزیزي په ترمذ ښار کې نړیوال سوداګریز مرکز د افغانستان د صادراتي توکیو د بسته بندۍ او پروسس لپاره او د هېواد د نورو سوداګریزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ګټور وګنلو او ویې ویل چې دغه مرکز ته د افغان سوداګرو او پانګوالو ور پېژندنه به د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا ترسره کېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست پدې ناسته کې د افغانستان د صادراتي توکیو د اعتبار پر ساتلو ټینګار وکړ او له ټولو صادرونکو څخه یې وغوښتل چې په خپلو صادراتو کې د هدف وړ هېوادونو معیارونه په پام کې ونیسي ترڅو د افغانستان صادرات په خپل قوت سره دوام وومومي.

په نتیجه کې د هېواد د سکتوري خونو او د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو په استازیتوب پنځه تنه د همغږۍ کونکو په توګه د بلخ ولایت له مشرتابه سره دخبرو لپاره وټاکل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد د مل رسمي پلاوي او شاوخوا ٥٠ کسه ملي سوداګرو په ملتیا د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، او د ګډو پانګیزو

BACK TO NEWS