د ساختمانې شرکتونو د اتحاديې مدیره هئیت سره لیدنه

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۱:۴۴
د ساختمانې شرکتونو د اتحاديې مدیره هئیت سره لیدنه

چهارشنبه د۱۳۹۹ کال د تلې ۱۶مه

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د افغانستان د ساختماني شرکتونو د اتحادیې رئیس او مدیره هئیت سره ددي وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ولیدل .

په دی کتنه کې د ساختمانې شرکتونو د فعالیتونو د پراختیا ،تقویت ، او معیاري کولو لپاره د ساختمانې شرکتونو د خونې په رامنځته کولواو ددي سکتور پر وړاندې ننګونو او فرصتونو په هکله د دواړو لوریو لخوا خبري وشوي .

د ساختماني شرکتونود اتحاديې رئیس ښاغلي حمیدالله حبیبي وویل،دا اتحادیه د( ۲۰۰۰ )څخه زیات فعال غړي لري چې په مختلفو ساختماني سکتورونو کې کار کوي، هغه زیاته کړه دا اتحادیه د ۲۰۰۴ کال راهیسې فعالیت کوي او په اوس وخت کې د اطاقونود قانون مطابق د ساختماني اطاق د رامنځته کیدلو د ټولو شرایطو لرونکې ده .

د وزارت سرپرست د ساختماني شرکتونو د اطاق د رامنځته کولو لپاره د هغوي د وړدندیز څخه په مننې وویل،د دي وزارت د رهبرۍ جلسې د حقوقی څیړنې او تائید څخه وروسته به ددوي وړدندیز د اقتصاد عالي شورا ته د منظورۍ په موښه ولیږل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS