د ستندرد فارما درمل جوړولو له شرکت څخه دصنعت او سوداګرۍ وزارت دمعين لیدنه
![د ستندرد فارما درمل جوړولو له شرکت څخه دصنعت او سوداګرۍ وزارت دمعين لیدنه](/sites/default/files/2021-06/bazdyd_myn_wzart_snt_w_tjart_az_yk_shrkt_dwasazy_dr_kabl.jpg)
شنبه دچنګاښ 5مه 1400
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ، محمد سلیمان بن شاه په کابل کې دستندرد فارما درمل جوړولو شرکت څخه لیدنه وکړه او د هيادې فابريکې له چارواکو سره يې دد ې او نورو تولیدي شرکتونو په وړاندې د فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي بن شاه وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په بیلابیلو سکتورونو کې له بیلابیلو فابریکو څخه لیدنه کوي ترڅو فرصتونه او ننګونې ومومي او د هیواد تولیدي صنعت ته وده ورکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین زیاته کړه چې د هیواد د تولیدي صنعت د فرصتونو او ننګونوتر پيژندلو وروسته؛ د دې وزارت مشرتابه د هیواد د صنعتکارانو او فابریکو مالکینو د ستونزو حل لپاره جامع برنامې په لاره اچوي او د تولیدي صنعت ودې لپاره اړین شرایط چمتو کوي.
د ستندردفارما درمل جوړولو شرکت په 1387 کال کې د لومړنۍ پانګونې په لګښت سره خپل فعالیت پیل کړ او اوس يې د 300 زره امریکایی ډالرو په ارزښت نوي صنعتي ماشینونه د مختلف ډوله درملو تولید لپاره پیرلي او په ياده فابریکه کې ورڅخه کاراخلي .
ياد شرکت مختلف ډوله درمل تولیدوي؛ چې شاوخوا 40 کسانو لپاره يې دکار زمينه برابره کړې او خپل محصولات په کابل او نورو ولايتونو کې پلوري.