د سمیناری پای غونډې ته: د دې ولس لپاره تر رسمیاتو اضافه دندې ترسره کړئ

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۱:۴۳
د سمیناری پای غونډې ته: د دې ولس لپاره تر رسمیاتو اضافه دندې ترسره کړئ

چهارشنبه نیته ۱۲ رجب المرجب ۱۴۴۵ / ۴ سلواغه ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري د خپلو ولایتي رئیسانو او همکارانو لپاره درې ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورساوه.

د سمینار په پای غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د یوې مفصلې وینا په اوږدو کې پر همکارانو غږ وکړ، چې د دې درېدلي ولس لپاره باید تر رسمیاتو اضافه هم دندو ته متوجه واوسو او هڅه وکړو چې د خپل توان په اندازه خدمت ترسره کړو.

نوموړي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونو په تاکید سره وویل، چې د ولس او مسؤلینو تر منځ باید فاصله نه وي او هڅه وشي چې د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې په ولایتي واحدونو کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلي عزیزي د رسنیو ارزښت ته په پام له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې د وزارت اړوند رسنیز ادرسونه لا حمایت کړي او کوشش دي وکړي چې نشر شوي معلومات تر ډېرو خلکو ورسول شي.

همدارنګه مرستیال وزیر ښاغلي مولوي قدرت الله جمال دا د الله جل جلاله له لوري یو دروند مسؤلیت وګاڼه او ټینګار يې وکړ چې دلته زده کړي موارد پخپلو کاري ساحو کې تطبیق کړي.

نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې دا یو دروند مسؤلیت دی، خو دا د الله جل جلاله یو فضل دی چې له موږ او تاسې د اسلامي نظام په چتر کې د خپل دین او دې نظام لپاره کار اخلي.

دا سمینار چې تېره یکشنبه د سلواغې په لومړۍ پیل شوی و او سه شنبه پای ته ورسید، په لومړۍ ورځ پکې د ټولو ولایتونو استازیو خپل فعالیتونه، لاسته راوړنې او ځينې ستونزې په تفصیلي ډول شریکې کړې او پاتې دوو ورځو کې مرکزي رئیسانو د خپلو ریاستونو د فعالیتونو، لاسته راوړنو او تشکیلاتي جوړښتونو اړوند معلومات وړاندې کړل.

د ګډونوالو په باور دا ډول هڅې د دې باعث کېږي چې د مرکز او ولایاتو تر منځ همغږي لا پياوړې او په نتېجه کې د ښې حکومتولۍ جامع تصویر وړاندې شي.

دوی هیله څرګنده کړه چې په همدې دریو ورځو او را بلل شویو همکارانو اکتفا ونه شي، بلکې هڅه وشي چې ولایتي ټولو کارکوونکو ته دا ډول سمنیارونه برابر او په بېلابېلو برخو کې په تفصیلی ډول معلومات ورکړل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري په تاکید سره یادونه وکړه چې شفاف خدمات، پراخه سوداګري او پياوړي صنعت په برخه کې به لا هم هڅه وکړي او د ځان بسیا افغانستان په لور به په همغږۍ ګامونه ګړندي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS