د سوداګري وزارت مرستیال د لوګر ولایت له معاون سره وکتل

reza_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۱۴:۴
د سوداګري وزارت مرستیال د لوګر ولایت له معاون سره وکتل

د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د غونډو په عمومي تالار کې د لوګر ولایت له معاون, د یاد ولایت د صنعت او سوداګري آمر او د خصوصي سکتور له استازو سره وکتل. د لیدنې پر مهال د د لوګر ولایت معاون مولوي انعام الله د سوداګري آمریت لپاره د تعمیر د جوړښت او د آمریت په ریاست د بدلولو غوښتنه وکړه. ورپسې د خصوصي سکتور استازو په یاد ولایت کې د سوداګري په وړاندې د پرتو ستونزو یادونه وکړه.

د سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي قدرت الله جمال د خپلو خبرو په ترڅ کې د ستونزو د حل ډاډ څرګند کړ. نوموړي زیاته کړه چې د تعمیر جوړونې او ریاست ته د ارتقا لپاره باید وزارت ته  رسمي وړاندیزونه وشي تر څو يې د حل لپاره کوټلي ګامونه پورته شي. ښاغلي جمال د صنعتي پارکونو موضوع ته اشاره وکړه او زیاته يې کړه چې د پارکونو د ځمکو اړوند تګلاره یو ډول او عمومي ده. همدا راز په وینا يې چې د لوګر د صنعتي پارک لپاره د بریښنا د رسولو اړوند موضوع يې د بریښنا شرکت سره شریکه کړې او په حل يې کار روان دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS