د سوداګریزې اسانتیا د تړون او د نړیوال سوداګریز سازمان د بین المللي کمیټې اوومه عالي رتبه غونډه تر سره شوه

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۷ - ۱۱:۶
د نړیوال سوداګریز سازمان د بین المللي کمیټې

دغه غونډه نن د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست او په مالي او بانکي چارو کې د ریئس جمهور ستر سلاکار ښاغلي اجمل احمدي تر مشرۍ لاندې د دولتي او خصوصي سکتور د استازو په ګډون د دې وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
پدې غونډه کې نړیوال سوداګریز سازمان ته د افغانستان د ژمنو د مهال ویش پلي کولو په عمومي راپور، د نباتي او حیواني حفظ الصحې د تړون پلي کولو، د سوداګریزو اسانتیاوو پورتال، طرزالعملونه، مقررو او تصمیم نیولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي اجمل احمدي نړیوال سوداګریز سازمان ته د افغانستان د ژمنو د عملي کولو په اړه په ټینګار وویل؛ خوښ یم، چې زمونږ یوه اندازه ژمنې نړیوال سوداګریز سازمان بشپړې کړې او د وروستي کیدو لپاره یې نورې هڅې هم روانې دي.
همدارنګه نوموړي وویل: هغه وزارتونه چې ژمنې یې وروستۍ کړې نه دي؛ د پلي کولو په برخه کې باید له مونږ مرسته وغواړي تر څو د سوداګرۍ په سکتور کې د اصلاحاتو پروسه په بریالیتوب پلې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS