د صنعت او سوداګرۍ وزارت دمرستیال ټاکنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۸ - ۱۳:۳۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت دمرستیال ټاکنه

پنج‌شنبه دسلواغې٢٨ مه

ښاغلی مولوی قدرت الله جمال دا.ا.ا دچارو ادارې د اړیکو مرستیال ښاغلي مولوی سیف الدین طیب، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ریسانو ،کارکونکو او د یو شمیر قدرمنو میلمنو په شتون کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي لخوا د صنعت اوسوداګریزو چارو د مرستیال په توګه  ګډونوالو ته ور وپیژندل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه په پیل کې میلمنو ته ښه راغلاست ووایه،زیاته یې کړه چې ښاغلی مولوی قدرت الله  جمال د ښوو تجربو لرونکي او هیواد ته ژمن شخص دی.

د چارو د ادارې د اړیکو مرستیال ښاغلی مولوی سیف الدین طیب  د صنعت او سوداګریزو چارو د مرستیال د مقررۍ حکم ولوست،زیاته یې کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هیواد د کلیدي وزارتونو څخه دی،چې دهیواد په پرمختیا کې ارزښتناک رول لری.

ښاغلی مولوی قدرت الله جمال د امیر المومنین او افغانستان ا.ا له مشرتابه څخه پر هغه د اعتمادڅخه مننه وکړه، د وزارت له کارکونکو یې غوښتنه وکړه تر څو د سوداګرو او خصوصي سکتور له غړو سره ښه او نیکه چلند وکړي.

د هیواد ولسونو،د حکومت مشرتابه، خصوصي سکتور او د مجلس ګډونوالو ته يې له خپلې ژمنتیا او نیکې ارادې څخه ډاډ ورکړ.

ښاغلی مولوی قدرت الله جمال د امیر المومنین د ١٤٤٣\٧\٦ نیټې (٢٢٩) ګڼې لارښوونې اود رییس الوزرا د  ١٣٤٣\٧\٨ نیټې (١١٩٠) ګنه حکم پر بنسټ په فوق رتبه بست کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت،  د صنعت او سوداګریزو چارو د مرستیال په توګه وټاکل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS