د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۳۱
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

سه شنبه۵ ذوالقعدةالحرام ۱۴۴۵ / ۲۵ غویی ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتون د دریمې ورځې په دوام د داخلي شرکتونو له تولیداتو څخه لیدنه وکړه.

یاد نندارتون چې دتیرې یکشنبې په ورځ پرانستل شوی او تر یوې اونۍ پورې به دوام وکړي په سلګونه قلمه داخلي تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

ښاغلي جمال او د معدن صنایع خونې معاون ظریف ګل ځدران، د صنایعو اتحادې رئیس عبدالجبار صافی سره یو ځای په یاده لیدنه کې دتعمیراتي رنګونو فیضي ګروف ، شرکت امارتي سیلو مرکز، صنایع غزایی امینی ، ګلرنګ شوینده شرکت ، ادویه ګیاهي، پاپوش سکتور، دلاسي صنایعو، قالینو او یو شمیر نورو شرکتونو له مسؤلینو سره د تولیداتو په اړه خبرې وکړې.

دشرکتونو مسؤلینو دکیفیت، کمیت او قیمتونو په اړه ډاډ ورکړ، خپلې غوښتنې او د صنعت په برخه کې د لا ښه پرمختګ په اړه یې دوه اړخیزه مشورې شریکې کړې او همداراز د شرکتونو مسؤلینو زیاته کړه چې د امارت له راتګ سره يې د صنعت او تولیداتو په برخه کې بې ساری پرمختګ کړی او په ډیرو برخو کې خود کفا او یا هم پر ځان بسیاینې ته نږدې شوي یو.

ښاغلي جمال دخپلو تولیداتو ستاینه وکړه او صنعتکارانو ته یې د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې تل هڅه کوؤ دخپل ولس ، صنعتکارانو او تجارانو سره په شریکه کار وکړو ترڅو مو افغانستان په یو صادراتي هیواد بدل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS