د قزاقستان له نوي سفیر سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه
یک شنبه 13 جمادی الثانی 1446 / 25 لیندی 1403
د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن د لیندۍ( قوس) ۲۵ مه په کابل کې د قزاقستان له نوي سفیر محترم "گزیز اکباسوف" سره وکتل.
د لیدنې په لومړي سر کې د قزاقستان سفیر له الحاج عزیزي سره د هغه هېواد د مشرتابه پیغام او له افغانستان سره د اړیکو پر لا ینګښت او پراختیا د هغوی ټینګار شریک کړ او د افغانستان د کانونو او ترانسپورت په برخو کې یې پانګونې ته د هغه هېواد لیوالتیا بیان کړه.
همدارنګه پدې کتنه کې کابل ته د قزاقستان هېواد د لوړ پوړي پلاوي دراتلونکي سفر او د هغې د پروګرامونو په تړاو خبرې وشوې.
د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، پدې لیدنه کې دواړو هېوادو تر مینځ د ترسره شویو ژمنو په عملي کېدو پر ټینګار سره یو تخنیکي ټیم کابل ته د قزاقي پلاوي د سفر لپاره د تیاريو لپاره وګومارلو.
