د ملتونو د ملګرتیا نندارتون ترسره کیدل

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۸:۳۴
د ملتونو د ملګرتیا نندارتون ترسره کیدل

 پنجشنبه: د زمري۱۴مه  ۱۴۰۰ 

د کورنیو صنایعو څخه دملاتړ اوکورنیو تولیداتو د کارولو کلتور ته د ودې ورکولو په موخه د ملتونو د ملګرتیا ترعنوان لاندې نندارتو ن د صنعت او صوداګرۍ وزارت ، د افغان سوداګرو او پانګوالو اتحادیې، بیات موسسي، د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت اود کوراید بنسټ په تخنیکې همکارۍ ترسره شو.

په دې نندارتون کې د کورنیو تولیداتو  60 قلمه  توکې چې هیواد په هغو کې په ځان بساینې ته رسیدلي یا هم د رسیدلو په حال کې دي  په  50 غرفو کې  نندارې ته وړاندې شول چې د کورنیو او بهرنیو نندارچیانو د تودهرکلي سره مخ شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني د یو پیغام له لارې په اوسنیو شرایط کې د دا ډول نندارتون د جوړولو ستاینه وکړه وي ویل، چې دا وزارت د کورنیو صنایعو دملاتړ، د کورنیو تولیداتو کارولو کلتور، صادراتو ته وده ورکولو ، او په نړیوالو نندارتونو کې کورنیو تولیداتو ته بازارموندنې په هکله هڅې کوي .

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هیواد له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې په نړیوالو نندارتونونو لکه دوبۍ 2020، د ایټالیا دمیلان،او چین کې په نندارتونو کې ونډه واخلي ،دا وزارت به پدې نندارتونونو کې د دوی ګډون لپاره ټول تخنیکي اساسنتیاوي رامنځته کړی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ، د کورنیو تولیداتو اوصننایعود ملاتړ په موخه  سږکال د هیواد په بیلابیلو ښارونو کې د کورني تولیداتو لوی نندارتونونه ترسره کړي او هم يې د افغانستان خصوصي سکتور لپاره په نړیوالو نندارتونو کې د ګډون په موخه لازې اسانتیاوي رامنځته کړی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS