د ننګرهار ولایت د اوسپنې  په سکتور کې د پانګونې زیاتوالی

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۷:۵۶
د ننګرهار ولایت د اوسپنې  په سکتور کې د پانګونې زیاتوالی

 سه‌شنبه: دغویی ۱۴مه ۱۴۰۰

په ننګرهار ولایت کې د ګول سیخ  او،اوسپنې ویلې کولو  فابریکو خپله  پانګونه لس ملیونه ډالرو ته لوړه کړې ده ، په دې برخه کې ديارلس فابريکې په کار بوختې دي چې د ګول سیخ او اوسپنیزو توکو  بیلابیل تولیدات ترسره کوي.

دغه فابریکې له څو کلونو راهیسې په دې برخه کې  کار کوي، چې د ننګرهار ولایت له پنځه سوه څخه زیاتو اوسیدونکو ته يې  د کار زمینه برابره کړې ده.

د اوسپنې ویلې کولو یادې فابریکې هره ورځ له لسو څخه تر دیرش ټنو اوسپنې  د ویلې کولو وړتیا لري  ، پداسې حال کې چې دګول سیخ  تولید کونکي فابریکې په ورځ کې له 25 څخه تر اویا ټنو ګول سیخ د تولید وړتیا لري.

د ګول سیخ  د فابریکو خاوندان  وايي چې دوی د خپلې اړتیا وړ زیات اومه توکي کوردننه ترلاسه کوي او یو کم شمیر يې له بهر څخه واردوي.

د یادونې وړ ده چې د ګول سیخ  فابریکې خپل محصولات ګاونډیو د ننګرهار ولایت سربیره ګاوڼدیو ولایاتو ته هم لیږدوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS