د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

چهارشنبه، 19 صفرالمظفر1447 / 22 اسد 1404
د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان د HRL شرکت له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د HRL شرکت مسوولینو په ساختماني سکتور، د برېښنا تولید، د سمنټو تولید، د کانونو او کرنې په برخو کې د پانګونې خپله لیوالتیا څرګنده کړه.
د یاد شرکت مسوولینو د صنعتي پارکونو په ډیزاین او رغولو کې هم د خپلې علاقمندۍ څرګندونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به د معیاري صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره پوره هڅې وکړي.
محترم مولوي احمدالله زاهد د صنعتي پارکونو او په افغانستان کې د پانګوني د سهولتونو په اړه بشپړ معلومات ور کړل، ښاغلي زاهد زیاته کړه چې اسلامي امارت د بهرني او داخلي پاګولو حمایت کوي او د وزارت له لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.