د هلمند ولایت د بست او دو راهي صنعتي پارکونو کې ځمکې ویش ته چمتودي

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۶:۰
د هلمند ولایت د بست او دو راهي صنعتي پارکونو کې ځمکې ویش ته چمتودي

یک شنبه ۳۰ رجب المرجب ۱۴۴۵/ ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲

هلمند ولایت ته د دغه وزارت د صنعتي پارکونو او صنایعو چارو عمومي رئیس ښاغلي قاري عبدالمجید قیام د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له صنعتکارانو سره په لیدنه کې په ډاکه ګړه، چې د بست او دوراهې د صنعتي پارکونو ځمکې د هلمند ولایت صنعتکارانو ته د وېش لپاره اماده دې.

دغه غونډه د هلمند د مرستيال والي ښاغلي مولوي محمد نبي حماس، د صنعتي پارکونو او صنعتي چارو عمومي رئيس ښاغلي قاري عبدالمجيد قيام، د صنعتي پارکونو د مراقبت او د ځمکو د ويش رئيس ښاغلي انجنير عبدالخالق خسرو، د هلمند ولایت د صنایعو او کانونو د خونې رئیس ښاغلي رحمت الله او د دغه ولایت دصنعتکارانو په ګډون جوړه شوې وه  .

په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د وېش بهیر د ځانګړې کړنلارې له مخې تشریح شو او د دغه ولایت له صنعتکارانو وغوښتل شول چې د دغو دوو صنعتي پارکونو د ځمکې د ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنلیکونه له وزارت سره شریک کړي.

په پای کې د هلمند ولایت د صنعتکارانو په ګډون یوه کمېټه جوړه شوه، چې د یادو صنعتې پارکونو د زیربناوو د جوړولو په اړه لازمې پرېکړې ترسره او کار جریان تعقیب کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۹:۲۶
Background image

د سړو خونو د فعالولو او جوړولو په اړه د پریکړې لپاره ناسته ترسره کېږي

د افغانستان د اسلامي امارت د محترم اقتصادي کمیسیون د فوق العاده ناستې د پریکړې په اساس، د خصوصي سکتور په مرسته په هېواد کې د سړو خونو د جوړولو او فعالولو لپاره ټاکل شوې ده

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۹:۸
Background image

د الماتا په نړیوال نندارتون کې د ګډونوالو غرفې ځانګړې شوې

ټاکل شوې ده چې د افغان -قزاق نړیوال نندارتون د قزاقستان هېواد د آلماتا په ښار کې جوړ شي او پدې نندارتون کې د افغان ګډونوالو غرفې د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې د سکتوري خونو او د هېواد د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۴:۲۷
Background image

په کابل کې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون تر یوې اونۍ وروسته، پرون د تلې (میزان) په ۲۱مه نېټه پای ته ورسید

په هغه غونډه کې چې د دغه نندارتون د پای په مناسبت جوړه شوې وه د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال الحاج مولوي عبدالکبیر،د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوی احمدالله. . .

BACK TO NEWS