د هېواد د خصوصي سکتور له مشرانو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۱:۳۹
د هېواد د خصوصي سکتور له مشرانو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

سه شنبه شوال المکرم 1446 / 26 حمل 1404

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ ووزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ نن ماردیګر ( سه شنبه د وري ۲۶مه) د هېواد د سکتوري خونو او اتحادیو د مسوولینو مشورتي او د نظر غوښتنې ناسته د هېواد د سوداګرو د ستونزو او ننګونو د پېژندنې په موخه ترسره شوه.

پدې ناسته کې د هېواد د خصوصي سکتور محترمو غړیو خپلې هغه ستونزې چې له پاکستان هېواد سره یې د سوداګرۍ، ترانزیت او ترانسپورت په برخه کې لري،مطرح کړې او د هغې د لیري کولو لپاره یې خپل نظرونه، لید لوري او وړاندیزونه شریک کړل.

ټاکل شوې چې په نژدې راتلونکې کې د صنعت او سوداګرۍ ووزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي او هلته د افغان سوداګرو د سوداګریزو، ترانزیتي او ترانسپورتي ستونزو د حل په اړه له پاکستاني چارواکیو سره خبرې اترې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

BACK TO NEWS