کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

پنجشنبه14 محرم الحرام 1447 / 19 چنګاښ 1404

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو او صنعت‌کارانو سره وکتل.

د غونډې پر مهال ګډونوالو د صنعتي ځمکو د وېش، د اړینو خدماتو نشتوالی، په خامو توکو د ترجیحي تعرفې اړتیا، د پاکستاني لوري سره د تازه مېوې د سوداګريزې هوکړې او د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو په اړه خپلې اندېښنې، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.

ښاغلي زاهد یادو اندېښنو ته په ځواب کې څرګنده کړه چې د صنعتي پارکونو د ځمکو وېش به شفاف، عادلانه، او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لورې د تصویب شوي قانون پر بنسټ ترسره کېږي. نوموړي وویل، هغو وارداتي توکو ته به تعرفه لوړېږي چې کورنی توليد یې تر ۲۰ سلنې یا زیات د بازار اړتیا پوره کولی شي.

هغه زیاته کړه چې د تعرفو اړوند اسناد به له دې وروسته د الکترونیکي سیسټم له لارې، په شفاف، دقیق او چټک ډول طی مراحل کېږي او وزارت هڅه کوي چې دا بهیر په نورو برخو کې هم پراخ کړي، د دې ترڅنګ د پاکستان سره د ترجيحي تعرفو په اړه پانګوالو او ملي سوداګرو ته ډاډ ورکړل شو.

ښاغلي معين صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، ځینې هېوادونه د نفتو، ځینې د کانونو او ځینې د صنعت له لارې پرمختګ کری؛ خو افغانستان له نېکه مرغه له درې واړو سرچینو برخمن دی. نوموړي پانګوال وهڅول، ترڅو له دغو طبیعي او اقتصادي فرصتونو اعظمي ګټه واخلي او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره رغنده ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS