د هېواد د فاضلانو او حافظانو د دستار بندۍ په غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست ګډون

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۵:۳۶
د هېواد د فاضلانو او حافظانو د دستار بندۍ په غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست ګډون

دوشنبه ۷ جمادی الثانی ۱۴۴۶ / ۱۹ قوس ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي په هېواد کې له دیني عالمانو، د قران کریم له قاریانو او دیني مدرسو څخه د ملاتړ په موخه په کابل کې د حاجي چمن دارالعلوم د دستاربندۍ په اتلسمه غونډه کې ګډون وکړ.

پدې غونډه کې د حاجي چمن دارالعلوم مسوولینو د جهاد په دوران کې او له هغه وروسته له علمي مرکزونو او دیني مدرسو څخه د عزیزي کورنۍ د ملاتړ په یادونې سره د دغه نیک کار له امله د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او دده له کورنۍ څخه مننه وکړه.

د حاجي چمن د عالي اسلامي دارالعلوم څخه د فراغت په اتلسمه دوره کې ۴۹ تنه فاضل او ۲۷ تنه حافظانو د فضیلت پګړۍ پر سر کړې.

د حاجي چمن عالي اسلامي دارالعلوم په ۱۳۸۱ لمریز کال کې د مرحوم حاجي چمن خان له خوا تاسیس شو، په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د پوهنې وزارت سره ثبت او راجستر شو او په ۱۳۸۸ لمریز کال کې یې د دارالعلوم درجې ته ارتقا وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS