د واحد چتر لاندې د چاپیریال ساتنې جواز صادرول

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۴:۳۹
د واحد چتر لاندې د چاپیریال ساتنې جواز صادرول

چهارشنبه ۲۶ رجب المرجب ۱۴۴۵ / ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲

 د هیواد د خصوصي سکټور د اسانتیا لپاره؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.

د دغه وزارت د صنعت  او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو د مدیریت دسیستم له مخې د جواز د صادرولو په موخه یاد تفاهم لیک لاسلیک کړ.

 د دغه تفاهم لیک د لاسلیکولو موخه؛ د جواز ورکولو پروسې ساده کول، واحد کول، ګړندی کول، د عامه او معیاري خدماتو برابرول او د جواز ورکولو معلوماتو د مدیریت سیسټم له مخې  د جواز ورکولو اړوند مسائیلو ښه مدیریت او همغږي کول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۵:۲۵
Background image

د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر له یو شمېر صنعتکارانو سره ولیدل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال وزیر ښاغلي مولوي قدرت الله جمال له يو شمېر صنعتکارانو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۰:۵۶
Background image

د ډاکټرانو د درملو اتحادیې له مسئولینو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال  ښاغلی مولوي قدرت الله جمال د ښاغلی ډاکټر الکوزي او د ډاکټرانو د درملو اتحادیې له غړو سره وکتل.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۸:۲۸
Background image

په افغانستان کې د روسې نړیوالو شرکتونو لخوا د پانګونې چمتوالی

د روسې نړیوالو شرکتونو د بریښنا، ګاز او د کثافاتو سرې، د ډیجیټل حکومتولۍ، د هېواد د امنیت د لا پیاوړتیا لپاره د سیسټمونو په جوړولو او نورو اړوندو مسلو کې د پانګونې او همغږۍ لپاره. . .

BACK TO NEWS