د چین د خصوصي سکتور او ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر مینځ همکاري پراختیا موموي

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۹:۱۷
د چین د خصوصي سکتور او ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر مینځ همکاري پراختیا موموي

دوشنبه ۱۱ شعبان العظم ۱۴۴۶ / ۲۲ سلواغه ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوی احمدالله زاهد، نن دوشنبه د سلواغي (دلوې )په ۲۲ مه، افغانستان کې د چینایي وګړو د اتحادیې له مشرې میرمن "مونگ شیاولي" سره په افغانستان کې د چین د خصوصي سکتور د پانګونې او د سوداګریزو چارو د لا ښې همغږۍ په موخه وکتل.

پدې کتنه کې د پانګونې د چارو،سوداګرۍ او چینایي پانګوالو او سوداګرو ته د افغانستان دویزو په ورکړه کې د لا ښې همغږۍ په تړاو خبرې اترې وشوې.

په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوی احمدالله زاهد د لا زیاتې همغږۍ او په افغانستان کې د چین هېواد د سوداګریزو او پانګونې د فعالیتونو د چټکوالي په تړاو په افغانستان کې د چینایي وګړو د اتحادیې له مشرې سره لازمې سلا مشورې شریکې کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS