سکتوري خونو سره د همغږۍ او مشورې غونډه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۱۱:۱۷
سکتوري خونو سره د همغږۍ او مشورې غونډه

پنج‌شنبه مورخ 17ربیع‌الاول 1444/21میزان 1401

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت سرپرست ښاغلی نورالدین عزیزي او د دغه وزارت مرستیال ښاغلی مولوي قدرت الله جمال د سکتوري خونو له رئیسانو او غړوسره ، د لا زیاتې همغږۍ، د اطاقونو يوځاي والې یا جلا والې  د اطاقونو د ټاکنوو، قوانینو او مقرراتو کې په تعدیل خبرې وکړي.

په پیل کې ښاغلي  عزیزي د خصوصي سکټور پر اهمیت  ټینګار وکړ،  له ټولو ګډونوالو يې وغوښتل چې د اطاقونو د  همغږۍ، د تصمیم نیولو د یووالي د اصل او د ټاکنو په اړه خپل  نظریات څرګند کړی.

 ښاغلي عزيزي څرګنده کړه ، چې د خصوصي او دولتي سکتور د مسوولينو په توګه زموږ فعاليتونه د خلکو پر ژوند مستقيم اغېز لري او موږ بايد د خصوصي سکټور د راتلونکي لپاره سالم اساس جوړ کړو.

ورپسې د پنځه ګونو خونو رئیسانو او استازو د سکتوري ادارو د وضعیت په اړه خبرې وکړې، د اطاقونو د وحدت،جلا والي،  د ټاکنو د وخت او د سکتور د غړو د وړتیا او خدماتو سره سم د  اطاقونو د تنظیم دچارو د قانون د تعدیل په اړه يې خپل نظریات وړاندې کړل.

د ګډونوالو د ویناوو له اورېدو وروسته ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د دوی د ښو نظریاتو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې موږ له ډېرو ستونزو څخه راووتو، اوس د شکرځای دی چې اړونده چارې پخپله د افغانانو په لاس کې دي، نوموړې زیاته کړه چې موږ باید خپل اقتصاد داسې جوړ کړو چې نړۍ ته یو نمونه وګرځو.

په پای کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلی نورالدین عزیزي د غونډېد ګډونوالو  ښو او رغنیزو تخنیکي نظریاتو د وړاندې کولو څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې خپل نظرونه په لیکلې بڼه موږ ته وړاندې او یوه تخصصی کمیټه دې د اطاقونو،اړونده اداراتو،د ولایاتو د خصوصي سکتور استازو، اهل خبره او د پوهنتون له استادانو څخه ددې جلسې د موضوعاتو په هکله بحث او خبرې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS