له افغانستان سره د اوزبکستان د سوداګریزو-ترانزیټي او اقتصادي مرستو پراختیا

چهارشنبه دلیندۍ ۱۲ مه 1399
د افغانستان اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ،د ازبکستان جمهوریت د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزارت، د دواړو هیوادونو د سفارتونو او خصوصي سکتور د استازو په ګډون انلاین ناسته ترسره شوه او د ازبکستان هېواد له چارواکو، د سوداګریزو،ترانزیټي او اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکي شول.
په دې ناسته کې په شته فرصتونواو ننګونو سربیره په ( سوداګرۍ-ترانزیټ،دوه اړخیزه پانګونې، دسوداګریزو او ترانزیټې هوکړه لیکونو لاسلیکولو،بانکې اړیکو،ګمرکونو،د ازبکستان د ترمز ښار د کارګو مرکزي فعالیتونو چوکاټ کې همکاري او د سرحدي ګډ بازار جوړولو ) خبرې وشوې .
د یادونې وړ ده چې د ازبکستان جمهور رئیس ښاغلي شوکت میرضیایف څه موده وړاندې له افغانستان سره د متقابلي سوداګرۍ د ازادولواو د اقتصادي همکاریو دپیاړوي کولو او پراختیا په هکله ۱۲ مادو لرونکی فرمان صادر کړی وو.