لوړ پوړي امارتي پلاوي له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه لیدنه وکړه

anwar_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۲/۲۴ - ۱۹:۳۶
لوړ پوړي امارتي پلاوي له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه  13 رمضان المبارک 1446/ 23 کب 1403

د ا.ا.ا رياست الوزرا عالي مقام اداري معاونیت په سرپرستۍ د خوړو او درملو ملي بورډ د پرېکړې په اساس يو پلاوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمد الله زاهد په مشرۍ د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو معین مولوی عبدالولي حقانی، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مستهلکینو رئیس حافظ عبدالرحیم عظیمي ،څرخي پله د صنعتي پارک آمر حافظ انځرګل فاتح او خوړو او درملو ادارې دوه تنو استازو په داسې حال کې چې د افغانستان صنایعو او کانونو خونې رئیس الحاج شېرباز کمین زاده، لومړی مرستیال او د کابل د صنايعو او کانونو خونې رئیس الحاج سخي احمد پیمان، د کابل د صنايعو او کانونو خونې مرستیال حاجي ظریف ګل ځدران، د مرکزي او کابل د صنايعو او کانونو خونې د عامل پلاوي مشرانو پروېز حیدري او اعتبارشاه شینواري یې ملتیا کوله؛ د څرخي پله صنعتي پارک د یو شمېر فابریکو له فعالیت،تولیدي لیکو، ستندردونو او کیفیت له چارو څخه لیدنه وکړه او د هغوی ستونزې یې واورېدلې.

راغلي پلاوي د فابریکو تر معاینې وړاندې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له رهبرۍ سره غونډه وکړه.

په غونډه کې صنعت کارانو لکه هريو کمین زاده، سخي احمد پیمان او ظریف ګل ځدران له پلاوي سره د جوازونو تعدد، بې کیفیته تولیداتو، سټنډرد او معیارونو، بالمثله وارداتو، صنعتي ځمکو توزيع، صنعتي پارک کې د کلینیک جوړولو، د غیر معیاري درملو او خوراکي توکو د وارداتو، صنفي جوازونو او امنیتي ادارو څخه د بې جوازه غیر معیاري او غیر صحي توکو تولیدونکو په ورپېژندلو کې د مرستې په تړاو ستونزې شریکې کړې.

له فابریکو څخه د لیدنې، نظارت او معاینې په برخه کې لوړ پوړي امارتي پلاوي د درملو تولیدي فابریکو امیر افغان، ملي شفا، TGL او طلوع خوراکي توکو تولیدي فابریکې بېلابېلې برخې"خام مواد، تولید، ظرفیت، کمیـــت،

ستنډرد، لابراتوار، بسته بندي..." له نږدې وکتلې او د معیاري عرضې او خدماتو په پار یې د دغو فابریکو فعالیت وستایه.

د طلوع خوراکي تولیدي توکو د فابریکې رئیس الحاج سخي احمد پیمان، د امیر افغان درملو تولید فابریکې رئیس سید عبدالقدیر سادات، د TGL سیروم تولیدي فابریکې رئیس حاجي نسیم غفوري او ملي شفا سیروم تولیدي فابریکې رئیس نثار احمد ترکي پلاوي ته د دغو فابریکو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې ملي شفا په ۲۴ ساعتونو کې۲۴ ډوله ۱۲۰ زره بوتله سیروم؛  TGL فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې۱۲۴ زره بوتله، درې ډوله سیروم او امیر افغان فابریکې ۷۲ قلمه بېلابېلې ګولۍ،کیپسول او شربتونه تولیدوي.

دغه راز د طلوع خوراکي توکو تولیدي فابریکه په نړیوال سټنډرد سره په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ زره کارتنه خوراکي توکي تولیدوي.

د یادو فابریکو مشرانو له بهره د بې کیفته او غیر صحي تولیداتو د ورود له ناحیې شکایت وکړ.

د یادونې وړ ده چې د درملو د دغو فابریکو صحي تولیدات عراق، سوریې، سعودي عربستان، ازبکستان او پاکستان هېوادونو ته هم صادرېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS