پرترانسپورتي وسایطودفیس ټاکلو په اړه د خصوصي سکتور سره د مشورتي ناسته

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۹:۲۱
پرترانسپورتي وسایطودفیس ټاکلو په اړه د خصوصي سکتور سره د مشورتي ناسته

دوشنبه: د زمري۱۸مه ۱۴۰۰

هیواد ته په موقت ډول د دترانسپورتي  وسایطو داخلیدو پر سند دفیس ټاکلو په اړه د خصوصي سکتور سره د مشورتي ناسته دصنعت او سوداګري وزیر ښاغلي نثار احمد غوریانې په مشرۍ د افغانستان د فدراسیون خونو د مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي،دافغانستان د صنایعو او معادنو د خونې رئیس شیرباز کمین زاده،د ترانسپورت وزارت مرستیال داکتر اکبرجان پولاد،د ترانسپورت د سکتور،بهرنیو چارو وزارت،او د جمهوري ریاست د حقوقی واحد د استازو په ګډون د عبدالمجید زابلي د غونډو په تالارکې ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي غوریاني وویل چې د خصوصي سکتور سره هغوي ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د مشورتي ناستو لړۍ روانه ده .

 ښاغلي غورياني زیاته کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر د ستراتیژیکو اقتصادي موخو سره سم، د افغانستان له خاورې څخه د سوداګریزو موټرانو تګ راتګ د هیواد د اقتصاد په ګټه دی او له همدې امله د لویو موټرانو د لیږد لګښت باید د ټرانسپورټي سکتور د غوښتنو سره سم کم شي.

په دې ناسته کې، د ټرانسپورټ وزارت د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال، خانجان الکوزي ، شیرباز کامین زاده ، د ټرانسپورټ سکتور استازو، د ولسمشر حقوقي څانګې او د بهرنیو چارو وزارت استازو هیواد ته د داخلیدونکو موټرانو د مصرف د کمښت په اړه خپل نظرویات او وړاندیزونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره شریک کړل.

پدې غونډه کې ، پریکړه وشوه چې افغانستان ته د سیمې د سوداګریزو بار وړونکو موټرو لنډمهاله ننوتلو لګښت، د هر بار وړونکي موټر لپاره په میاشت کې 10 او په کال کې 120 امریکایی ډالر وټاکل شوه چې د غونډو د ګډونوالو لخوا ومنل شوه .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS