په افغانستان کې دچین هېواد له پانګوالو سره دصنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۱۰:۸
په افغانستان کې دچین هېواد له پانګوالو سره دصنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

شنبه: دوري ۲۱مه ۱۴۰۰

د صنعت اوسوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په افغانستان کې د چینایي پانګوالو دډلې له مشر یو مینګ هوی او د دې ډلې له غړو سره په خپل دفتر کې وکتل او په هیواد کې یې دپانګونې په موخه د ګډو کارونو په اړه ورسره خبرې وکړې.

دپه دې غونډه کې ، یو مینګ هوی چې په افغانستان کې د چینایي پانګوالو د ډلې مشر دی ، له افغان پانګوالو سره په بیلابیلو سکتورونو کې د خپل هیواد د پانګوالو لیوالتیا څرګنده کړه.

ښاغلي هوی  وویل چې دې ډلې اوس د پل چرخي صنعتي پارک کې د بیلابیلو بریښنایي کیبلونود تولید لپاره فابریکه جوړه کړې چې د بریښنایی کیبلونو په برخه کې فعالیت کوي.

دیادې ډلې مشردا هم وویل چې دوی د افغانستان په  صنعتي پارکونو کې د رنګونو ، وچو میوو او سبزیجاتو د تولید ي فابریکو په برخه کې له افغان پانګوالو سره ګډ کار پیلوي.

ښاغلي هوی دا هم وویل چې په راتلونکي کې به د چینایي پانګوالو یوه ډله د افغانستان په صنعتي پارکونو کې له افغان صنعتکارانو سره په ګډه په بیلابیلو سکتورونو کې شاوخوا ۵۰ تولیدي فابریکې جوړې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په افغانستان کې د چینایي پانګوالو د پانګونې له پیل څخه هرکلی کوي  او وایي چې دغه وزارت به چینایي پانګوالو ته په افغانستان کې په ټولو برخو کې د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي غوریاني په افغانستان کې په چینايي پانګوالو غږ وکړ چې د افغانستان له سوداګرو سره د هیواد د محصولاتو په ځانګړي ډول مرمرډبرو، وچې او تازه میوو ، سبزیجاتو ، زعفرانو او جلغزو لپاره په بازارموندنه کې همکاري وکړي.

دیادې غونډه په پای کې دواړو لورو ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ به دسوداګرۍ پراختیا او په چین هېواد کې دافغاني محصولاتو په بازارمونده کې یو له بل سره همکاري کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS