په افغانستان کې د اکسیجن د تولیداتو زیاتوالی

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۰:۱۸
په افغانستان کې د اکسیجن د تولیداتو زیاتوالی

 یکشنبه: د غبرګولي۳۰مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په کابل او ولایتونو کې د اکسیجن تولید کونکو شرکتونو څخه وغوښتل ترڅو په هیواد کې د کرونا ناروغانو د اړتیا وړ اکسیجن پوره کولو په موخه  خپل تولیدات زیات کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت  د معلوماتو پربنسټ  په کابل او ولایتونو کې روغتونونو کې د اکسیجن کارول زیات شوي دې نوځکه د عامي روغتیا وزارت د غوښتنې پر اساس ښاغلي غوریانې ټینګار کوي چې د اکسیجن  تولید کونکو شرکتونو دې هم د اکسیجن تولید اندازه زیاته کړې .

 دصنعت او سوداګرۍ وزیر په وینا ، ازبکستان او تاجیکستان اویو شمیر سوداګر په څو ځله د کوید ۱۹ اړونده روغتونونو سره د اکسیجن مرسته کړې ده .

 له بلې خوا ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر په حکم ، په کابل او ولایتونو کې د آکسیجن دتولید فابریکو د ستونزو څیړلو او حل کولو  لپاره د دولتي اداراتو ګډه کمیټه جوړه شوي ده .

اوس په کابل او ولایتونو کې له  30 څخه ډیرې د اکسیجن فابریکې شتون لري ، چې هره ورځ شاوخوا لس زره ډبې  اکسیجن تولیدوي او د کویډ ۱۹ اړونده  روغتونونو او د اکسیجن ته اړو وګړو باندې يې پلوري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS