په افغانستان کې د مللګرو ملتونو د پراختیايې پروګرام له مسول سره د صنعت اوسوداګرۍ وزیر لیدنه

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۱۶:۳۴
په افغانستان کې د مللګرو ملتونو د پراختیايې پروګرام له مسول سره د صنعت اوسوداګرۍ وزیر لیدنه

یکشنبه د1399کال دتلې 20مه

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني د ملګرو ملتونو د پراختیایې چارو د مسوول ښاغلي عبدالله الدردادي او کارډلې سره خپل کار دفتر کې وکتل،صنعت او سوداګرۍ وزارت سره یې ددي سازمان په تخنیکي همکاریو خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام ستاینه وکړه، د صنعت او سوداکرۍ دپراختیا په برخه کې یې په همکارۍ ټینګار وکړ.

همدارنګه په دي لیدنه کې د ملګرو ملتونو د پراختیا یې پروګرام مسوول عبدالله الدردادي وویل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایې پروګرام دافغانستان د صنعت او سوداګرۍ سکتور د ملاتړ په موخه تخنیکی ملاتړ ته لیوال دی.

د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیا تخنیکي ټیم دي د صنعت او سوداګرۍ وزارت کاري ټیم سره د تخنیکي ملاتړ د څرنکوالي په هکله په ګډه پرله پسي غونډی ترسره او په اړونده مو ضوعاتو بحث وکړی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS