په افغانستان کې د پانګونې  لپاره د شینزو شرکت لیوالتیا

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۷
په افغانستان کې د پانګونې  لپاره د شینزو شرکت لیوالتیا

چهارشنبه نیټه: ۱۹ رجب المرجب ۱۴۴۵ / ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي   د چین د شان ډونګ شینزو د شرکتونو ګروپ  له استازي ښاغلي رابرټ منګ سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي منګ په افغانستان کې د پانګونې لپاره د شانډونګ شینزو د سرکتونو ګروپ لېوالتیا څرګنده  او په کابل کې د لږ تر لږه ۱۰ میګاواټه  لمریزې برېښنا د تولید ، ، د سمنټو فابریکې، دشیشې جوړولو،د سړکونو په سکتور کې د ساختماني شرکتونو  په برخه کې د پانګونې او هر کال د ۵ سوه زره ټنو  تېلو د استخراج او پروسس په برخه کې دخپل چمتووالې څخه خبر ورکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي  په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په شتون  ټينګار سربیره ، افغانستان ته  د شينزو د شرکتونو ګروپ  د پلان هرکلى وکړ او ويې ويل: اوس په افغانستان کې د پانګونې زمينه برابره شوې ده  او بېلابېل شرکتونه کولاى شي له دې فرصت څخه ګټه واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS