په ترکیه کې مېشت افغان سوداګر وطن ته د راتلو لپاره وهڅول شول

anwar_admin
جمعه ۱۴۰۳/۹/۹ - ۱۸:۳۷
په ترکیه کې مېشت افغان سوداګر وطن ته د راتلو لپاره وهڅول شول

جمعه 27 جمادی الاول 1446 / 9 لینډی 1403

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍوزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي ترکیې ته د خپل سفر په دوام پداسې حال کې چې په ترکیه کې دافغانستان جنرال کنسول هم حضور درلود، په هغه هېواد کې له مېشتو یوشمېر افغان سوداګرو سره وکتل.

پدې کتنه کې محترم الحاج عزیزي په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په تړاو معلومات ورکړل او دلته یې د سرتاسري امنیت څخه په ډاډ ورکړولو سره له هغوی وغوښتل ترڅو خپل هېواد ته راستانه شي او,دلته پانګونه وکړي.

په ترکیه کې ځینو افغان سوداګرو وویل چې خپلې پانګې یې افغانستان ته لېږدولې دي او ځینو نورویې هموویل چې خپل هېواد ته د ستنیدو پروګرام لري.

د کتنې په پای کې دافغانستان داسلامي امارت دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرسست دغه افغان سوداګرو ته وویل چې ستونزې او ننګونې دې په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت د جنرال کنسولګرۍ له لارې، له دوی سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS