په تورخم ښارګوټي کې له افغان کډوالو سره مرسته وشوه
سه شنبه مورخ ۲۲ ربیع الثانی ۱۴۴۵ / ۱۶ لړم ۱۴۰۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت تورخم ښارګوټي کې له راستنېدونکو کډوالو سره د ملي سوداګرو په همکارۍ مرسته وکړه.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رئیس الحاج سید عبدالبصیرپاچا د دوه تنو افغان ملي سوداګرو له لوري یو موټر کمپلې چې مجموعې شمېره يې ۳۵۰۰ کمپلو ته رسیږي پر افغان مهاجرینو د وېش لپاره د افغانستان اسلامي امارت له لوري تورخم کې ټاکل شوې کمیټې ته وسپارل شوې.
ښاغلي پاچا له ټولو سوداګرو او صنعت کارانو غوښتنه وکړه چې د مرستې لړۍ ته لا دوام ورکړي او په دغه سخت حالت کې له خپلو افغان مهاجرینو وروڼو.