په ننګرهار ولایت کې دشاتو مچیو پرسکتور دپانګونې زیاتوالی

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۱۵:۲۳
په ننګرهار ولایت کې دشاتو مچیو پرسکتور دپانګونې زیاتوالی

دوشنبه: دوري ۲۳مه ۱۴۰۰

دخصوصي سکتوریو شمېر پانګوالو په ننګر هار ولایت کې د شاتو مچیو پرسکتور له ۵۰ میلیونه افغانیو ډیره پانګونه کړې ده ، دغه پانګونه په ۵۰۰ لویو، کوچنیو او متوسط فارمونو کې شوې چې دیاد ولایت په بیلابیلو برخو کې فعالیت کوي.

په دې برخه کې د پانګونې په زیاتوالي سره د دغه ولایت 2000 اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده  داسې وړاند وینه کیږي چي په روان لمریز کال کې به د ننګرهار د شاتو مچیو روزونکي له ۴۰۰ ټنو څخه ډیر شات له فارمونو څخه صادر کړي او ډیره برخه به یې بهر ته صادر شي.

له دې سره په څنګ کې داوس لپاره په ننګرهار ولایت کې ۵۰ واړه او لوی شرکتونه دشاتو پر پروسس او بسته بندۍ بوخت دي.

د یادونې وړ ده چې د ننګرهار ولایت شاتو په دوبۍ کې د ګالف فوډ نړیوال نندارتون کې چې په دبۍ کې پرلاره اچول شوی ودسل زره  ډالرو په ارزښت له بهرنيو شرکتونو سره د شاتو پلور څوقرار دادونه لاسلیک کړي وو.

دننګر هار ولایت د مناسبې هوا او موسم په لرلو سره په دریو فصلونو کې کولای شي چې دشاتو محصول ترلاسه کړي او په دغه ولایت کې چې کوم شات ترلاسه کیږي دځانګړې ذایقې لرونکي بلل شوي دي

دصنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري تل هڅه کوي چې خصوصي سکتور دهېواد داقتصادي ودې او پرځان بسیاینې په موخه وهڅوي او ملاتړ یې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

BACK TO NEWS