په ننګر هار ولایت کې دصنعتي او فرهنګي نندارتون پرانیسته

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۸:۳۶
په ننګر هار ولایت کې دصنعتي او فرهنګي نندارتون پرانیسته

سه‌شنبه دوري ۳یمه ۱۴۰۰

دصنعت او سوداګرۍ  وزارت د ننګرهار ولایت له مشرتابه سره په همغږۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د پیل او د نوروز جشن د نمانځنې په موخه  په دغه ولایت کې صنعتي او فرهنګي نندارتون جوړ کړ.

په دغه ولایت کې  صنعت کارانو او تولیدي شرکتونو خپل لبني او تولیدي محصولات په بیلابیلو سکتورونو کې په ۱۲۰ غرفوکې نندارې ته وړاندې کړل.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پالیسۍ او سوداګریزو خدماتو رییس فیاض الدین غیاثي ، د نندارتون په پیل کې وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه په ۱۴۰۰کال کې د هیواد د صنعت برخې ملاتړ او پراختیا په موخه هراړخیزه برنامې جوړې او پلان کړي دي.

ښاغلي غیاثي ټینګار وکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سږ کال د هیواد د محصولاتو معرفي کولو په موخه به د هیواد په دننه او بهر کې ډیری نندارتونونه په لاره واچوي

د هیواد په ختیځ کې د ننگرهار ولایت اقتصادي ، سوداګریز او ترانزیټي زون دی چې  د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره ځانګړی اهمیت لري ، د صنعتي پارکونو پراختیا او په دې ولایت کې د خصوصي سکتور لپاره ملاتړ به په سږني کال کې ددې وزارت د رهبرۍ لپاره لومړیتوب ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS