په هرات ولایت کې د اختربازار نندارتون
یکشنبه د غويې ۱۹مه ۱۴۰۰
د هیواد په لویدیځ هرایت ښارک کې د صنعت او سوداګرۍ لخوا د لویدیځ زون ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مرسته د اختربازار په نوم نندارتون د لویدیځ زون د متشبثو ښځو د ملاتړو په موخه د درې ورځو لپاره پرانستل شو.
په دې نندارتون کې ، د لویدیځ زون د متشبثو میرمنو لخوا په بیلابیلو سکتورونو خپل تولیدات سوداګرۍ په ځانګړي توګه وچې او تازه میوې ، د دریو ورځو لپاره په 50 غرفو کې نندارۍ ته کیښودل شول.
هغه متشبثې میرمنې چې په دې نندارتون کې یې خپل تولیدات نندارې ته ایښي دي ، د دې نندارتون له جوړیدو څخه مننه کوي او زیاتوې چې د دوی د محصولاتو معرفي او بازارموندنه مؤثره ده.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سږکال د هیواد د محصولاتو معرفي کولو او بازارموندنې لپاره په هیواد کې بیلابیل نندارتونونه جوړوي او هیوادوال د دې محصولاتو کارولو ته هڅوي.
همدارنګه ، دغه وزارت سږ کال د سیمې او نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې څو بهرني نندارتونونه په لاره اچوي ترڅو د نړۍ په کچه د هیواد غوره محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړي.