په هرات ولایت کې د کورنیو تولیداتو دشپږم نندارتون پرانیسته

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۱:۳۰
په هرات ولایت کې د کورنیو تولیداتو دشپږم نندارتون پرانیسته

یکشنبه: دچنګاښ ۱۳مه ۱۴۰۰

د سولې او ځان بسیاینې په شعار سره د کورنیو صنایعو او محصولاتو شپږم نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني ، د هرات ولایت دولتي چارواکو ، د خصوصي سکتور استازو صنعتکارانو او پانګوالو لخوا دهرات ښارپه پارک شهر کې پرانیستل شو.

دا نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د صنعت اونۍ په مناسبت د سل ورځې او سل زیري برنامې په اډانه کې  د خصوصي سکتور په ځانګړي توګه صنعتکارانو څخه ملاتړ لپاره د هرات ولایت د صنعت او کانونو خونې سره په همکارۍ په  210 غرفو کې د کورنيو محصولاتو د بازارموندنې اود صنعتي محصولاتو معرفي کولوپه موخه په هرات ولایت کې جوړه شوی.

د نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني د زړورو امنیتي ځواکونو د اتلولۍ او قربانیو یادونه وکړه او د امنیتي ځواکونو دشهیدانو روح ته یې دعا وکړه ،ښاغلي غوریاني همدارازدکورني صنعت او محصولاتو څخه  په ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې اوس مهال زموږ زړور امنیتي ځواکونه د خلکو او زموږ د ګران هیواد له دښمنانو سره په لومړۍ کرښه کې جنګېږي ، او په دویمه کرښه کې خصوصي سکتور په ځانګړي توګه صنعتکاران هڅه کوي چې هیواد په ځان بسیا کړي. .

د صنعت او سوداګرۍ وزیر همدارنګه زیاته کړه چې دغه وزارت د صنعت او کورنیو تولیداتو د ودې په موخه هراړخیز پروګرامونه په لاره اچولي ، چې یو شمیر یې د هیواد په صنعتي پارکونو کې د زیربنایی پروژو جوړول دي.

په ورته وخت کې ، د هرات ولایت دولتي چارواکو او د خصوصي سکتور استازو د امنیتي ځواکونو د زړورتیا ، د هغوی د ملاتړ ، د هغوی د کورنیوته په روغتونونو کې د ټپي شويو امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه چې  د کورني محصولاتو املاتړ ته یې زمینه برابره کړې ده.

دغه نندارتون د هرات ولایت اوسیدونکو لخوا له تاوده هرکلی سره مخ شو او د هغې په جوړيدو یې خوښي څرګنده کړې دغو اوسیدونکو د کورنیو تولیداتو او صنایعو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS