په پاکستان کې له مېشتو افغان سوداګرو او مهاجرینو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۱۰
په پاکستان کې له مېشتو افغان سوداګرو او مهاجرینو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

پنجشنبه19 شوال المکرم 1446 / 28 حمل 1404

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي له خپل مل پلاوي سره یوځای، په پاکستان کې د مېشته ځینو افغان کډوالو او سوداګرو سره هغه هېواد په پلازمېنه اسلام آباد کې وکتل.

پدې کتنه کې ښاغلي عزیزي له افغان مهاجرو څخه د اسلامي امارت پر هراړخیز ملاتړ ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د کډوالو د رضا کارانه بېرته ستنیدو، په خپل ټاټوبي کې د هغوی د بېرته ځای پر ځای کېدو او په افغانستان کې د هغوی د ژوند ښه کېدو لپاره پراخ اقدامات تر لاس لاندې دي.

پدې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر، همدارنګه د مهاجرینو د ستونزو حل لپاره د یوه عالي کمیسیون له جوړښت، بېرته راګرځیدونکو سوداګرو او صنعت کارانو ته د اسانتیاوو د تنظیم او وړاندې کولو لپاره د ځانګړي کمپ د جوړښت او د مالیاتي او د هغوی ګمرکي معافیت په اړه خبرې وکړې.

په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د ایستلو بهیر لپاره د مناسبو حل لارو د موندلو لپاره د دوه اړخیزه خبرو اترو پر ضرورت ټینګار وکړ او د ملګرو ملتو سازمان د مهاجرینو عالي کمشنرۍ (UNHCR)  د انډولونو سره سم د افغان مهاجرینو د خوندي، باعزته او آګاهانه بېرته را ګرځیدو غوښتونکی شو.

نوموړي همدارنګه په خپل وطن ته د افغان مهاجرینو د بېرته راګرځېدو، د هغوی د کوربه توب او بیا ځای پر ځای کېدو پروسې په اړه د افغان دولت، نړیوالو مرستندویانو او د سیمه ییزو ګټه اخیستونکو تر مینځ پر مشوره او همغږۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

BACK TO NEWS