په چین هیواد کې میشت له افغان سوداګرو سره خبرې اترې

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳ - ۸:۱۲
په چین هیواد کې میشت له افغان سوداګرو سره خبرې اترې

۱/۴/۱۳۹۹
په چین کې میشت یو شمېر افغان سوداګرو دصنعت او سوداګرۍ دسرپرست معین ښاغلي عبدالکریم ملکیار سره وکتل.

په دغه کتنه کې په کراچۍ کې دافغان سوداګرو دسوداګریزو توکو او په چین هیواد کې دکرونا ویروس له خپریدو وروسته دویزو دستونزو په اړه نظرونه او وړلندیزونه شریک شول.

ښاغلي ملکیار دیو لړ ستونزو له اورېدو وروسته ، پاکستان هېواد ته دصاداتو دپرانیستو ډاډ ورکړ، او دایې هم په ډاګه کړه چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت له پاکستان سره دسوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې دستونزو په لیرې کولو کې پراخ اقدامات ترسره کړي.

ښاغلي ملکیار وویل چې خصوصي سکتور باید له بدیلو بارو ، لکه لاجورد لاره، چاه بهار بندر، منځنۍ اسیا او هوایي دهلیزونو څخه ګټه واخلي او په هېواد کې دترانزیټ او سوداګرۍ په وړاندې شته وقیعیتونه درک کړي.

ښاغلي ملکیار دا هم وویل چې موږ باید ننګونې په فرصتونو بدلې کړو او په دې برخه کې دولت له خصوصي سکتور سره همکار دی. وروسته، په چین هېواد کې دافغان سوداګرو دویزو دستونزو په اړه ، اړوندو ادارو ته لازم هدایت ورکړ شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS