په ړنه او عادلانه بڼه د عایداتو پر را ټولونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټېنګار

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۸:۵۰
په ړنه او عادلانه بڼه د عایداتو پر را ټولونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټېنګار

یکشنبه ۱۲ ربیع الاول ۱۴۴۶ / ۲۵ وږی ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین محترم مولوي احمد الله زاهد په مشرۍ د دې وزارت د سوداګریزو چارو، صنعتي پارکونو او صنایعو د چارو د عمومي رییسانو، د مالیې محترم وزارت د عوایدو د عمومي ریاست مرستیال او ځینو نورو رییسانو او د مالیې وزارت د تخنیکي ټیم په شتون کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د ګډې همکارۍ او عوایدو د راټولولو او د عوایدو د راټولولو د څار لپاره د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې دګډ ټیم د جوړولو به تړاو د همکاریو د پیاوړتیا ګډه غونډه جوړه شوه.

پدې ناسته کې چې د سنبلې په ۲۵مه جوړه شوې وه، د دواړو ادارو تر مینځ د همکاریو پر پیاوړتیا، د دې وزارت د عاید راوړونکو سرچینو او د عوایدو د را ټولولو په لار کې د شته ستونزو او ننګونو په تړاو بحث او خبرې وشوې.

په یاده ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي احمد الله زاهد په عادلانه او رڼه بڼه د عوایدو پر راټولو ټینګار وکړ او ویې وویل: مونږ د هېواد د عوایدو د زیاتوالي لپاره پروګرامونه ترلاس لاندې لرو او د عوایدو د راټولو په لار کې به د مالیې د محترم وزارت له مشورو څخه ګټه اخلو او د دغه وزارت د پروګرامونو په پلي کولو کې به همکاري کوو.

ددې ناستې په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له عوایدو راټولولو څخه د څار په موخه د یوه ګډ ټیم پر جوړولو موافقه وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS