په کابل او هرات ولایتونو کې دصنعت اوسوداګرۍ وزارت لخوا د خوراکي توکو د نرخونو ارزونه
يکشنبه دوري ۲۹ مه ۱۴۰۰
د دولتي ادارو او خصوصي سکتور په ګډون د تولید ، وارداتو او ټیټ کیفیت لرونکو او تيروخته خوراکي توکو د مخنیوي کمیسیون چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر رهبرۍ لاندې فعالیت کوي د نرخونو د لوړوالي دلاملونو مموندلوپه موخه په بازارونو کې د غوړيو, غنمواو اوړو دنرخونه وارزول دغه پلاوي د کابل ښاروالۍ په نهمه ناحیه کې دهېواد والو دشکايتونو ته د رسيدنې په موخه تللي وو.
د يادې ارزونې په بهير کې ، د دې کمیسیون غړو د اوړو او غنمو سوداګریزې اتحادیې مشرتابه او د خوراکي توکو د پلور له استازو سره وکتل او د اوړو او غوړيو د بیې کنټرول په اړه یې نظریات شريک کړل ترڅووکولای شي چې ددې ستونزې دحل لپاره اساسي حل ومومي
د دې کمیسیون غړو د ماکروریانوله بازارونو څخه هم لیدنه وکړه او د بازار د کنټرول په جریان کې ، دوی یوه اندازه تيروخته خوراکي توکي راټول او ضبط کړل.
په هرات ولایت کې د کمیسیون نماینده ګۍ هم د خوراکي توکو د بازار د وضعیت په اړه خپلې څیړنې پیل کړې او د بازار وضعیت یې وڅیړه.
د ټیټ کیفیت او تيروخته خوراکي توکو د مخنیوي کمیسیون ، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر رهبرۍ لاندې فعالیت کوي ، د مصرف کونکو د حقونود خوندي کولو په موخه د مصرفي توکو توکوله بازارونوڅخه کتنې ترسره کوي.