په کابل کې د کورنیو تولیداتو، تورید او د بي کیفیته توکو د نظارت کمیسیون غړو غونډه

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۹:۵۱
په کابل کې د کورنیو تولیداتو، تورید او د بي کیفیته توکو د نظارت کمیسیون غړو غونډه

چهار شنبه دکب ۶مه ۱۳۹۹

د کورنیو تولیداتو ، وارداتو او د تاریخ تیرو توکو پلور د مخنیوي د نظارت کمیسیون په کابل ښار کې د احتکار او انحصار له نظارت څخه د ډاډمنتیا په موخه له مارکیټونو نه ارزونه تر سره کړه.

د یادې څیړنې په بهیر کې څرګنده شوه چې په کابل ښارکې په کافي اندازه لومړني توکې شتون لري او نرخونه هم په عادې حالت کې دي.

ددې کمیسیون د څیړونکو لخوا په کابل ښار کې دمشکوکوتوکو نمونه اخستل شوې او د کیفیت او صحت د ارزونې په موخه ېې دروغتیا ریاست ته استولې، د پایلي تر معلومیدو یاد توکې قرنطین دي.

دیاد کمیسیون د څیړنو په یوه برخه کې دکابل ښار دنفتي توکو له زیرمو څخه هم لیدنه تر سره شوه او ډاډ تر لاسه شو چې د کابل خلکو د اړتیا وړ نفتي توکې په مارکیټ او زیرمو کې شتون لري، دپیر او پلور لړۍ يي هم په عادي ډول پرمخ روانه ده.

د یادونې وړده چې د خوراکي او نفتي توکو د نرخونو د کابوکولو لپآره په صنعتي پارکونو کې دروغتیا ،صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او یو شمیر نور دولتي بنسټونو استازو برخه درلوده

په یاده ناسته کې د مختلفو دولتي ادارو مسوولینو پریکړه وکړه چې له مارکیټ نه باید نظارت ډیر شي او دښاریانو او مستحلیکنو لپآره باید نور هم د خدمتونو په رسو لو کې ښه والی راشي.تر څو دنرخونودلوړیدو او احتکار مخه ونیول شی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS