په کندهار ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو په تولیداتو کې زیاتوالی

سهشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۹
د کندهار ولایت شوراندام صنعتی ښارګوټي کې د ( (شیخ برادران ذوبآهن تولیدی فابریکه) چې د اوسپنې ویلې کولو په برخه کې فعالیت ترسره کوي،په دې ورستیو کې يې د اوسپنی ویلي کولو په برخه کې پانګونې او تولیداتو کې زیاتوالی راوستی دی.
دا کارخونه په ۱۳۹۸ کال کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په ابتدايي پانګونې سره د ( پروفیل،سپین پایپ او انګلارن) په برخه کې فعالیت پیل کړ.
د یادې فابریکې تولیدات په قندهار،هلمند،زابل،غزني او کابل ولایتونو کې پلورل کیږي، اوس يې د اوسپنې ویلي کولو په برخه کې پانګونه یو میلون امریکايې ډالرو او په یوه شپه او ورځ کې یې د تولید ظرفیت ۸۰ ټنو ته لوړ کړی دی .
دیادولو وړ ده چې په نږدې راتلونکي کې به په خپلو محصولاتو کې د تعمیراتو د اړتیا وړ موادهم په خپلو تولیداتو کې ور زیات کړي.
ددې کارخونې د پانګونې او تولیداتو په زیاتوالي سره ۵۰ تنو ته په مستقیم او ۲۰۰ تنو ته په غیر مستقیم ډول د کار موقع مساعده شوې ده .