په کنړ ولایت کې د افغان تولید نندارتون
ټاکل شوې ده چې د روان لمریز کال۱۴۰۳ د لړم(عقرب) له ۱۷ مې تر ۱۹ مې نېټې، په کنړ ولایت کې د سیکارام احمدي د بازار موندنې محترم شرکت له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت او نورو اړونده بنسټونو او خصوصي سکتور په همکارۍ د افغان تولید دریم نندارتون په کنړ ولایت کې جوړ شي.
پدې نندارتون کې به بېلابېل تولیدي، سوداګریز او خدماتي سکتورونه لکه کرهنه، صنعت، غالۍ،کانونه،روغتیا، بانکداري، لاسي صنایع، ماشینونه، ترانسپورټ، لوژستیک،ساختماني، مخابرات،لوړې زده کړې او نور سکتورنه برخه اخلي.
ددې نندتارتون موخه افغاني محصولاتو او تولیداتو ته د بازار موندنې لپاره د یوې مناسبې فضا د رامینځ ته کول، په رقابتي بازار کې د مشتریانو او مصرف کونکو د اړتیاوو پیژندنه، د خرڅلاو زیاتېدل، د بازار د سهم د زیاتوالی،د سوداګریزو اړیکو پراخوالی او د سوداګریزو اړیکو د جلسو دایرول دي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندې شمېرو اړیکه ونیسئ: (۰۷۴۸۴۰۴۶۷۹/۰۷۸۰۹۹۵۸۹۱)
همدارنګه په دغه ایمیل ادرس هم اړیکه کولای شئ: (Sikaramahmadi@gmail.com)