ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د پکتیا ولایت له والي سره لیدنه وګړه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۷ - ۱۲:۳۴
ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د پکتیا ولایت له والي سره لیدنه وګړه

چهارشنبه مورخ ۲۳ربیع الاول ۱۴۴۴/۲۷تله ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د پکتیا له والي ښاغلي مولوی انعام الله سره وکتل.

په پیل کي ښاغلي جمال له ښاغلي انعام الله د زلزله ځپلو سره د هر اړخیزي مرستي او رسیده ګي لپاره مننه وکړه، د خصوصي سکتور، مرسته کوونکي سازمانونه، او هغه کسانو چي د دی پيښي له زیانمنو سره مرسته کړی مننه وکړه.

د پکتیا والي د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه په نیکي یاد کړ، او وویل چي د دی ولایت ولسونو به هیڅکله د صنعت او سودا ګرۍ وزارت لخوا شوي مرستې هیر نکړي او دیاد ولایت په مقام کی  چی  دپکتیا مرستیال والی هم موجود وه  له سوداګرو اوصنعت کاران سره ګډه جلسه وشوه.

همدا راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د صنعت، صنعت کارانو، او سوداګرو اړوند مسائیلو په اړه د پکتیا له والي سره خبري اتري وکړی، او د ولایت مقام د رهبری څخه یي وغوښتل چي د صنعت کارانو او سوداګرو سره هراړخیزي مرستي وکړي.

د یادوونی وړ ده چي د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د پکتیا او خوست ولایتونو د صنعت کارانو او سوداګرو دستونزو د حل په هدف پکتیا او خوست ولایتونو ته سفر کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS