ښاغلی نثار احمد فیضي غوریاني دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست په توګه معرفي شو

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۵:۵۰
ښاغلی نثار احمد فیضي غوریاني دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست په توګه معرفي شو

د وږي ۲۴مه ۱۳۹۹

په دغو مراسموکې دجمهوري ریاست لومړي مرستیال جلالتماب امرالله صالح ،دولسي جرګې ځینو وکیلانو، حکومتي چارواکواو ددغه وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو.

دجمهوري ریاست لومړي مرستیال ښاغلی امرالله صالح دصنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره دښاغلي غوریاني ګومارنه دخصوصي سکتور او افغانستان لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله ، نوموړي زیاته کړه چې دصنعت او سوداګرۍ وزاترت دهېواد یوله کلیدي وزارتونو څخه دی او ټینګار یې وکړ چې له دې وروسته به دسوداګرۍ او حصوصي سکتور په برخه کې پرتې ستونزې په اساسي ډول له منځه لاړې شي .

په دغو مراسمو کې شاغلي نثاراحمد فیضي غوریاني دجمهوري ریاست له اعتماد څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دخصوصي سکتور دستونزو دحل ، ددغه وزارت دفعالیتونو دلاچټکتیا اودصنعت او د صنعت او سوداګرۍ دلاپراختیا لپاره به هڅې وکړي .

نوموړي وویل چې دصنعت او سوداګرۍ وده دخصوصي سکتور او دولت ترمنڅ په همغږۍ کې نغښتې ده او همداراز یې دسوداګرو او صنعت کارانوڅخه یې غوښتنه وکړه چې ملي موخوته درسیدو لپاره له دغه وزارت سره مرسته وکړي .

دیادونې وړ ده چې ښاغلی نثار احمد فیضي غوریاني ددوو حکمونو له مخې دجمهوري ریاست لحو دصنعت اوسوداګرۍ وزارت لپاره دسرپرست په توګه معرفي شوی وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS