افغانستان ته دپاکستان د سوداګرۍ وزیر د سفر په هکله د چمتوالي غونډه.

یکشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۹
د صنعت اوسوداګرۍ د سوداګریزو چارو معینیت سرپرست ښاغلي عبدالکریم ملکیار نن یکشنبه د ۱۳۹۹ کال د لړم په ۱۸مه د بهرنیوچار،ماليې ،ترانسپورت ،زراعت وزارتونو،خصوصي سکتوراو د اطاقونو د فدراسون له استازو سره سره خبري وکړې .
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي عبدالکریم ملکیار وايې: ددې لیدنې څخه موخه افغانستان ته د پاکستان اسلامي جمهوریت د مذاکره کونکې پلاوي سفر وه .
په پام کې ده چې د پاکستان اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ وزیر ښآغلي عبدالرزاق د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي او د افغانستان لوړ پوړو چارواکو سره په سوداګریزو،ترانزیټي او پانګونې دستونزوپه حل خبرې اترې وکړي .
له دي وړاندې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني د ا.ا جمهوریت د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د افغان سوداګرو د سوداګریزو او ترانزیټي ستونزو د حل په موخه پاکستان ته سفر کړی وه .