افغانستان ته د قزاقستان جمهوریت د لوړپوړي پلاوي د سفر پایلې او لاسته راوړنې

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۷:۹
افغانستان ته د قزاقستان جمهوریت د لوړپوړي پلاوي د سفر پایلې او لاسته راوړنې

پنجشنبه ۲۴ جمادی الثانی ۱۴۴۶ / ۶ جدی ۱۴۰۳

د قزاقستان جمهوریت د دولتي او خصوصي سکتور لوړ پوړی پلاوی  د هغه هېواد د سوداګرۍ او ادغام وزارت د مرستیال محترم کایرات توربایف په مشرۍ د سه شنبې په ورځ د مرغومې (جدې) په درېیمه افغانستان ته راغی چې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه له خوا ورته هرکلی وویل شو.

افغانستان ته د دغه پلاوي د سفر موخه چې ۴۰ تنه غړي لري، د دواړو هېوادو د مقاماتو د سفرونو د هغه لړۍ یوه برخه ده چې د اړیکو د ټینګښت او ژمنو د عملي کولو په موخه ترسره شو.

په دوه اړخیزو ناستو کې چې د قزافستان د پلاوي او د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او د اسلامي امارت له نورو مقاماتو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د غړیو تر مینځ، ترسره شوې د سوداګرۍ، کانونو، ترانسپورټ، مخابراتو، کرهنې، ریل پټلۍ او پانګونې په برخو کې لاسته راوړنې ترلاسه شوې.

نن پنجشنبه د مرغومي ۶مه، په یوه خبري ناسته کې چې د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه او د قزاقستان جمهوریت د صنعت، سوداګرۍ او ادغام وزیر محترم کایرات توربایف او د ا.ا.ا.د بهرنیو چارو وزارت د دریم سیاسي ریاست د مینځنۍ آسیا مرستیال مفتی محمدشعیب شفیق له خوا رسنیو ته وړاندې شوې.

همدا رنګه په هغه سوداګریزو ناستو کې چې د دواړو هېوادو د خصوصي سکتور د غړیو تر مینځ ترسره شوې د دواړو لوریو تر مینځ اوه سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS