افغانستان کې د ترکيې سفیر سره دصنعت اوسوداګرۍ سرپرست وزیر لیدنه
سهشنبه: د تلۍ 6مه1400
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د ترکې سفیر ښاغلي جهاد ارګینای سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د ترکیې سفیر ښاغلي عزیزي ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وزیر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله او نوموړي ته یې د بریا هیله وکړه.
ښاغلي سفیر زیاته کړه چې زموږ تاریخي اړیکو،کلتوري او مذهبي یووالی دواړو هیوادونه د لانږدېوالي سبب ګرځیدلي دی.
ښاغلي ایرګینای وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په 2020 کال کې افغانستان ته د ۲۳۵ میلیونه ډالرپه ارزښت راکړه ورکړه ترسره شوې وه، او د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې ۱۶۷ میلیونه ډالروپه ارزښت صادرات درلودل .
مګر ترکیې ته د افغانستان صادرات خورا لږ وه،. ترکیه غواړي د افغان توکو صادرات لوړ کړي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري کچه کې توازن رامنځته شي، هغه زیاته کړه چې د سوداګرۍ د انډول یوازینۍ لار په کورنیو سرچینو پانګونه ده.
نوموړي د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ترکي شرکتونو دستونزو په حل کې همکاري وکړي او د پانګونې ډیر فرصتونه ورته برابر کړي.
ښاغلي سفیر یادونه وکړه چې ترکي پانګوال چمتو دي په افغانستان کې لا ډیره پانګونې وکړي ، لکه څرنګه چې دوی په تیرو 20 کلونو کې د انرژۍ په ګډون په بیلابیلو برخو کې پانګونه کړې ده .
له بل پلوه ښاغلي نورالدین عزیزي له کډوالو سره د ترکیې د مرستو او له افغانستان سره د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د هغوی د فعال شتون له امله مننه وکړه.
سرپرست وزیر د ارګینای د نیکونظرونو ستاینه وکړه ، په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو برابرولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ دسوداګریزو اړیکو پر پیاوړي کولو یې ټینګار وکړ، زیاته يې کړه چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله ، د پانګوونې ډیری فرصتونه رامنځته شوي،پانګوال د نورو په پرتله دا فرصتونه ډیر ښه درک کوي.
موږ د سوداګرۍ او پانګوونې ساده کولو لپاره کار کوو ترڅو ملي او نړیوال پانګوال، په ځانګړي توګه د ملګري هیواد ترکیې پانګوال ، له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.